تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: غور کې د یوې اوونۍ تر ناامنیو وروسته افغان ځواکونو د فېروز کوه ښار لویدیځې ډډې ته له طالبانو څخه د ۱۰۰ کلیو د پاکولو عملیات پیل کړي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، افغان پوځیانو پرمختګ کړی او ډېر ژر به د مرکز ۱۰۰ کلي له طالبانو پاک کړي.

خطیبي تر اوسه د عملیاتو د دواړو غاړو د تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو زیاته یې کړه، دا عملیات به بره خانه، اله یارو، دره کمنج او منار جام تر سیمو پورې روان وي.

طالبانو له نږدې دوه میاشتو راهیسې د غور په مرکز فيروز کوه او شاوخو سیمو کې خپلې ځالې اچولې وې او تېره اوونۍ یې افغان ځواکونو سره سختې نښتې هم وکړې، مګر اوس بیرته پسې اخیستل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *