د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال د ډنمارک د پراختیایي همکاریو له وزیر ښاغلي کریسچن باخ سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل. زاخیلوال د ډنمارک له وزیر سره په افغانستان کې د امنیت، پوهنې، ښې حکومتوالۍ او اقتصادي ودې په اړه خبرې وکړې.
د ډنمارک د پراختیایي همکاریو وزیر د فساد د مخنیوي، د افغانستان د مالي ثبات او اقتصادي پرمختګ او د ښو خدماتو د وړاندې کولو په اړه یې د خپل هیواد پلان د مالیې وزیر ته څرګند کړ. د 2014 کال د پلان له مخې به ډنمارک د افغانستان د کرنې او خوراکي سکتور د ښه والي، کروندګرو ته د پور اخیستلو د اسانتیاؤ او د کرنې په برخه کې د کیفیت د ښه والي په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ډنمارک وزیر د نړیوال بانک د راپور په اساس د شفافیت او حسابدهي په برخو کې د افغان دولت د کړنو ستاینه وکړه او د راتلونکو ټولټاکنو څخه یې خپل ملاتړ څرکند کړ.
ډنمارک د ۲۰۰۲ میلادي کال راهسې له افغانستان سره نژدې ۶۰۵ میلیونه ډالره په مختلفو برخو کې مرسته کړې ده او د توکیو په کنفرانس کې پې د ۴۴۰ ملیون امریکایې ډالره ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۱۷ کاله پورې هر کال به له افغانستان سره ۸۸ میلیونه ډالره د پراختیا او بشري حقونو په برخو کې مرسته ورکوي.