تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا ګواښ کړی چې که رڼې، عادلانه او بې پرې ټاکنې ونه شي او د درغلۍ پلانونه ورته تړل کېږي، نو دوی به له ټاکنو سره بایکاټ وکړي.

دغې شورا ویلي، تمه یې لرله چې د ملي یووالي حکومت به یې د ټاکنیز بحران د مخنیوي لپاره خبرو ته غوږ ونیسي، خو په وینا یې چې ولسمشر غني له تمې خلاف له دولتي امکاناتو څخه کمپایني استفادې، کمپایني مقرریو، د کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنې او له وخته مخکې کمپاین ته ادامه ورکړه.

د نوماندانو شورا وايي، ولسمشر غني دا کار یو وار بیا واک ته د رسېدو لپاره روان کړی.

د نوماندانو دغه شورا چې نورالله جلیلي، شیدا محمد ابدالي، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، نورالرحمن لېوال، لطیف پدرام، شهاب حکیمي، حنیف اتمر ابراهیم الکوزی، احمد ولي مسعود او نورالحق علومي په کې شامل دي، یو شمېر غوښتنې له حکومت او نړیوالې ټولنې مطرح کړي چې که ونه منل شي دوی به ټاکنې تحریم کړي.

4 thoughts on “د ولسمشرۍ نوماندانو شورا د ټاکنو د تحریمولو ګواښ وکړ”
  1. پدې پورته یادشویو څېرو کې یو هم د ګران افغانستان د ولسمشرۍ او رهبرۍ استعداد ، لیاقت او شایستګي نه لري. که دوی سر له همدا اوسه د ولس له مخې لرې شې ، د افغان ملت د خوشحالۍ سبب به وګرځي. مونږ له ټولو وطندوسته افغانانو ، د افغانستا له خواخوږو او نړیوالو نه دا تقاضا کوو چې د افغانستان له ټاکنیز کمپاین نه دا بې مسوولیته کسان ګوشه کړي چې ولس د خپل زعامت لپاره د نورو کاندیدانو له منځه یو مناسب شخص انتخاب کړي.

  2. زما په ګومان، نړیواله ټولنه به ددې کسانو خصوصاً علومی او پدرام او الکوزی ګواښونه جدّی وګڼی او د انتخاباتو بهیر به په ټپه ودروی
    دا احتمال هم شته چی د ملګرو ملتو امنیت شورا یوه بیړنی غونډه تر سره او د انتخاباتو پرته لدی درو کسانو څخه یو یا دری واړه د بریالی
    ولسمشرانو پتوګه په رسمیت وپیژنی
    یو کلک اوسپنیز فلز چی څلویښت کاله د اور په کُره کی وکړیږی نو باید د هغی لمبی وهلی اوسپنی څخه یو بل کلک او ټینګ جنس جوړ سی خو د بده مرغه وینو چی د ټوکرانو ناوکیانی تری تولیدیږی

  3. دا خو په اطمنان وایم چه دا یاد سوي کسان ۱۰۰ په ۱۰۰ کي ناکام دی او یوهم د دي وړتیا نه لري او نه څوک رایه ورکوي چه دافغانستان ولسمشر دي سي نو دا د وړو یو پوزه غواړي

  4. دا ګواښونه بیمورده ،مخکی له وخته،دضعف پټول، اخلال او د سالم بهیر بدنامول او دخپلی ناکامی لپاره غولوونکی څادر غوړولو په معنی ده ځکه دوی کی داسی حضرات هم شته چی د ملی شوری په ټاکنو کی ۲۰۰۰ رایی یی ونشوای ګټلای او ځینی نور یی د ان-جی-او ګانو دفترونه په سیاسی بازار لیلام او فامیلی کړی چی حسابدهی یی ناممکنه ده او همدی لا حسابی جرأت ورکړی چی ځان کاندید او د ملت په سرنوشت او ژوند لوبه وکړی لکه قمار بازی په مفتو پیسو لوبه ده ورنه ظرفیت ،کفایت او احساس مسؤلیت درک نلری او سوابق یی هم دا تائیدوی او دا ډول کاندیدان باید تصفیه شوی وای ، او دا فاحش تفاوتونه باید لږ شوی وای خو واټن نه مقایسه کیدونکی دی !!! یعنی له سګبازه تر ملی خادم؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *