تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: د امرالله صالح د زرغون بهیر پر دفتر بیګاني څلور ساعته برید کې ۲۰ ملکیان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپيان دي.
دې برید کې چې پرون مازیګر شل کم پنځه بجې د څلورمې ناحیې اړوند کاتب پوهنتون سره نږدې د امرالله صالح په دفتر وشو، لومړی د دوه موټر بمونه چوول شوي او بیا څلور ځانمرګو بریدګرو له افغان ځواکونو سره شپږ ساعته پرله پسې جګړه وکړه.
کورنیو چارو وزارت پېښه کې د امرالله صالح د زرغون بهیر د ۴ ساتونکو په ګډون د ۲۰ ولسي وګړو د وژل کېدو او د ۷ پوځیانو په ګډون له ۵۰ نه د زیاتو ټپي کېدو خبر ورکوي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د امرالله صالح په دفتر کې غونډه روانه وه چې له پېښې وروسته یې امنیتي ځواکونو د صالح په ګډون ۷۵ کسان ژغورلي دي.
دا برید چې د کمپاینونو په لومړۍ ورځ د امرالله صالح په دفتر د سلو کسانو د غونډې پر مهال شوی په ملي او نړیواله کچه سخت غندل شوی دی.
امرالله صالح د پاکستان ضد څېرو کې راځي چې د جمعیت زیاتره سیاستوال ورسره جوړ نه ښکاري.
پرون ډاکټر عبدالله هم خپله کمپایني وینا کې وویل، صالح ځکه د ډاکټر غني مرستیالي منلې چې فکر کوي څو میاشتې وروسته به غني ومري او واک به یې ماته پاتې شي.
اشرف غني دې ژوندئ او بريالئ وي ، د منګي تر مخه ډېر منګوټي مات شويدي ، مړه دې وي هغه ناځوانه څهرې چې په وطن کې داړودوړ عاملين دي