افغان سرتېری د انتحاري موټربمي حملې ځای ته ګوري. د ۲۰۱۵ د اکتوبر۱۱ مه

تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: د کورنیو چارو وزارت د اراضۍ معلوماتي سیسټم افتتاح کړ چې د ترهګرو او مجرمانو په موندلو کولو کې به له پولیسو سره مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا مرکز پرون یکشنبه مازیګر پرانیستل شوی چې په مرسته به یې د ترهګرو پټنځایونه، د غونډو ځایونه او تحرکات په دقیق ډول څارل کېږي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، امنیتي ځواکونه به له دې وروسته د ترهګرو د ځپلو عملیات هم د دې سیسټم د معلوماتو په اساس ترسره کوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په جي ای ایس معلوماتي سیسټم کې د افغانستان ټول جغرافیايي معلومات ثبت شوي چې په مرسته به یې د ترهګرو پټنځایونه په ډېره اسانۍ تثبیت او پېژندل کېږي.

دا اقدام وروسته له هغې شوی چې حکومت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د امنیتي اورګانونو ګډه کمېټه جوړه کړه او ویې ویل چې په دې برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي څو د ترهګرو پر ضد عملیات دقیق کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *