تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: د امریکا د ملي امنیت مشر ډېنکوټس د ټرمپ ادارې ته استعفا ورکړې او د اګست میاشتې په لومړۍ نیمايي کې به خپله دنده پرېږدي.

ډونالډ ټرمپ هم دا خبر تایید کړی او پر خپل ټویټر یې لیکلي چې اګست کې به د ډینکوټس له تګ وروسته د هغه پر ځای به کانګرس کې د تګزاس د خلکو استازی جان راټ کلیف راولي.

ډینکوټس په خپله استعفا کې لیکلي، د ملي امنیت اداره یې په خپله ۲ نیم کلنه مشرۍ کې تر بل هر وخت پیاوړې کړې ده او اوس وخت رارسېدلی چې نوی فصل پرانیستل شي.

نوموړی وايي، ټرمپ ورته ویلي وو چې خپله دنده خوشې نه کړي، خو د ده په وینا د دواړو تر منځ اختلافات خورا زورور شوي وو.

ډېنکوټس له دفاع وزیر جیمز ماتیس او خارجه وزیر ریکس ټیلرسن څخه وروسته دریم لوړ پوړی امریکايي چارواکی دی چې له ټرمپ سره خپلې لارې جلا کوي.

ډینکوټس له ټرمپ سره په اکثره بهرنیو سیاسي مسایلو لکه د روسیې او شمالي کوریا په تړاو اختلافات لرل، خو اوس به د ډینکوټس پر ځای راټ کلیف د امریکا د ۱۶ اطلاعاتي سازمانونو د همغږي کوونکې ملي امنیت ادارې مشري پر غاړه واخلی.

رسنۍ وایي، راټ کلیف یو سرسخته محافظه کار سیاستوال دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *