تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر د ۲۰۲۰ م کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې کم کړي.
پامپیو د دوشنبې په ورځ د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې ولسمشر ټرمپ په دې کار کې د سیمې د امنیت لپاره حقیقي پرمختګ ویني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له دې وکړې چې د ناټو چارواکو وویل، دوه امریکايي پوځیان په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د ماموریت په ترڅ کې ووژل شول.
پامپیو په واشنګټن کې په اقتصادي کلب کې د وینا په مهال وویل چې ځواکونه د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه ایستل کېږي او نوموړي ویلي چې نور غواړي په افغانستان کې د امریکا اتلس کلنه مداخله پای ته ورسوي.
کله چې له پامپیو څخه وپوښتل شول چې ځواکونه د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره باسي، ده وخندل او ویې ویل«دا یوازې زما توفع نه ده، بلکې د مسوولیت او دندې اړتیا ده.»
تر دې پخوا هم ګڼو کتونکو ویلي چې ولسمشر ټرمپ د دې لپاره چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خلکو ته د خپلې لومړۍ کاري دورې یوه بریا وښيي بیړه لري چې له افغانستانه ځواکونه وباسي.