تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: که څه هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت دوه اوونۍ وروسته طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو د پیل خبر ورکړی، خو د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، طالبان مخامخ خبرو ته حاضر نه دي.

حمد الله محب وايي، طالبان لا هم ادعا کوي چې بیرته به خپل اسلامي امارت راګرځوي.

نوموړی وايي، که څه هم د سولې پروسه له په اوایلو کې روانه ده، خو په وینا یې طالبان لا هم دعوه کوي چې ګواکې د دوی اسلامي امارت بیرته راګرځېدونکی دی: (( موږ ورته خپل پلاوی جوړوو، خو طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته لا هم چمتو نه دي.))

محب دغه راز وایي، افغان حکومت به د سولې هغو خبرو ته حاضر شي چې ۱۹ کلنې لاسته راوړنې ورسره خوندي کېدای شي: (( موږ غواړو خبرو کې د افغانستان ټول لوري حتی رسنۍ هم شاملې کړو، ځکه دوی ټول د نوي افغانستان استازي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد وايي، ډېر ژر به له طالبانو سره بل پړاو خبرې پيل کړي.

خلیلزاد دغه راز ویلي، افغان حکومت سره به د طالبانو خبرې هغه وخت پیل شي چې امریکا او طالبان خپلو کې سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

خو د خلیلزاد پر ماموریت د شنونکو نیوکه دا ده چې نوموړي لومړیو کې ویلي وو، ټولې هڅې یې په دې دي چې څنګه طالبان افغان حکومت سره کېنوي؟ مګر اوس همدی پخپله هڅه کوي چې د ولسمشر غني له حکومت سره د طالبانو د ناستې مانع وګرځي او د افغان سولې پروسه په لوی لاس په مؤقت او ګډوله حکومت تمامه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *