تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي وايي، طالبانو د کران و منجان د لاجوردو کان د استخراج لپاره ۲ زره کسان په کار ګمارلي دي.
د کران و منجان د لاجوردو کان چې دولس ورځې وړاندې پرې طالبانو ولکه ټینګه کړه، څو ورځې وروسته یې په بشپړ ډول دغه ولسوالي هم ونیوله او اوس په دې چټک کار کوي چې د دولتي ځواکونو د عملیاتو له پیل وړاندې هر څومره ډېر چې کېږي، لاجورد له ځانه سره یوسي.
د ولسي جرګې غړی حجت الله خردمند دا خبره تاییدوي او وايي، طالبانو نږدې ورځو کې ۲ زره کسان ګمارلي تر څو په چټک ډول لاجورد استخراج کړي.
د خردمند په خبره طالبان له دې کان څخه هڅه کوي چې د خپلو جنګي لیکو لپاره لوړ مصارف برابر کړي.
نوموړی وايي، ۱۲ ورځې وشوې چې کران و منجان ولسوالي سقوط شوې ده خو امنیتي ځواکونو یې د بیرته نیولو لپاره هیڅ نه دي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزارت وايي، ډېر ژر به له طالبانو څخه د کران و منجان د بیرته نیولو عملیات پیل کړي.