تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: ملګري ملتونه وايي، د جګړې او تاوتریخوالي له کبله تېر ۲۰۱۸ کال افغانستان ۳۰۶۲ ماشومان مړه او ژوبل شوي چې دا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو۲۸ سلنه جوړوي.

ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرګ ژوبلې او قرباني کېدو په تړاو تازه راپور کې ویلي،، ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۸ کال کې د تاوتریخوالي له کبله ۱۲ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې دا تر بل هر وخت د ماشومانو د تلفاتو لوړ ارقام دي.

د ملګرو ملتونو د جګړې د قرباني ماشومانو څانګې په خپل راپور کې ویلي، ۲۰۱۸ کې د ۲۰ هېوادونو تاوتریخوالیو کې چې دوی څېړلي دي له ۱۲ زرو څخه زیاتو ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور وايي، صومالیا، نایجریا او سوریه کې ماشومان جګړې ته بیول کېږي او جګړې ته د لیږل شویو ماشومانو ارقام په ۲۰۱۸ کال کې ۷ زرو ته رسېدل.

راپور وايي، تېر کال صومالیا کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۲۵۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ پر کچه پر روغتونو او ښوونځیو بریدونه کم شوي، خو په افغانستان او سوریه کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي.

راپور زیاته کړې، دا مهال په مالي هېواد کې ماشومان ښوونځیو ته په تګ کې تر ټولو زیاتې ستونزې لري ځکه دغه هېواد کې تېر ۲۰۱۸ کال کې ۸۲۷ ښوونځي وتړل شول.

ملګري ملتونه وايي، د جګړې او تاوتریخوالي له کبله تېر ۲۰۱۸ کال افغانستان ۳۰۶۲ ماشومان ژوبل شوي چې دا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو۲۸ سلنه جوړوي.

سوریه کې بیا د ۱۸۵۴ ماشومانو د مرګ ژوبلې خو په یمن کې د ۱۶۸۹ ماشومانو مرګ ژوبله ثبت شوې ده.

ملګري ملتونه په خپل راپور کې د فلسطین او اسراییلو لانجې ته په اشاره وايي، دغلته له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ۲۰۱۸ کال کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوښتې چې په ترڅ کې یې ۵۹ فلسطیني ماشومان وژل شوي او ۲۷۵۶ نور ټپيان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *