تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: د ناټو ملکي استازی نیکولاسکي وايي، په افغانستان کې د سیاسي رهبرانو تر منځ د اجماع نشتوالي او پر مذاکراتي پلاوي جنجال د سولې مخه نیولې ده.
طالبانو که څه هم ویلي چې د سولې مانع د بهرنیو ځواکونو حضور دی، خو نیکولاسکي وايي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د دې هېواد په امنیتي وضعیت پورې تړلی دی.
نوموړی وايي، د سولې د پروسې لوی خنډ د سیاسي رهبرانو تر منځ اختلافات او د مذاکراتي پلاوي پر سر لانجې دي: (( د بهرنیانو د وتلو د مهالوېش نه اعلان دومره د سولې مخه نه ده نیولې، ځکه دا خبره د افغانستان په امنیتي وضعیت پورې تړلې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم د سیاسیونو له اختلافاتو څخه د سولې پروسه کې سر ټکوي.
حکومت څه موده وړاندې وویل، د قطر د دوحې لویه غونډه ځکه ونه شوه چې افغان سیاستوالو ورته شاوخوا ۳۰۰ استازي معرفي کړي وو خو دوی چې هر څومره کوشش وکړ دا لیست یې ایله ۲۴۹ کسانو ته راکم کړای شو.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې هم سیاسیونو ته په اشاره وویل، کله چې د دوی امنیتي مسایل ډېر شي نو ګاردان له حکومته غواړي، خو چې د سولې خبرې راشي بیا حکومت سره یو ځای نه درېږي بلکې د افغانستان دښمنانو ته وايي چې موږ بېل او جلا خلک یوو.