تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: کابل کې د ناروې سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې د افغان سولې د مذاکراتو کوربه توب وکړي.
د ناروې سفیر شرتورمود پیټرسن نن له اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سره لیدنه کې دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې له کابل سره د مرستو دوام ته ژمن دی.
نوموړي د افغان سولې د ژر تر ژره ټینګښت هیله ښودلې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په دې اړه د خبرو کوربه توب ته لېواله دی.
ناروې تر دې وړاندې په ۱۳۹۴ کال د افغان دولت او طالبانو د استازو د یوې غونډې کوربه توب کړی و چې د حکومت لخوا ۶ او د طالبانو لخوا ۳ استازیو په کې ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې تر ناروې وړاندې المان، ازبکستان، انډونیزیا او چین هم د افغان سولې مذاکراتو د کوربه توب سینه ډبولې وه.