تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: ولسي جرګې په خپله نننۍ ناسته کې د مالي کال د دویمې نیمايي لپاره بودیجه ټاکنو کمېسیون ته د ۷ ملیارده افغانیو بیلولو او د حکومت لخوا په خپل سر د څو نویو اداري واحدونو لپاره د بودیجې د اختصاص له کبله رد کړه.
د ولسي جرګې غړي وايي، د مالي کال د وسطي بودیجې په مسوده کې د دولتي ادارو د اضافي تشکیل لپاهر د بودیجې بیلولو کې ولسي جرګې سره همغږي نه وه شوې او ځینې ادارې خو ان حکومت په خپل سر رامنځته کړې وې، ځکه یې دوی بودیجه تصویب نه کړه.
د مالیې وزارت مالي مرستیال زاهد همدرد چې نن د بودیجې د مسودې په تړاو جرګې ته وربلل شوی و، وايي د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه په لومړیو کې ۴۱۱ میلیارده افغانۍ وه چې د کال په منځ مهال کې پرې ۲۴ میلیارده افغانۍ نورې هم زیاتې شوې.
نوموړی وايي، بودیجه کې زیاتوالی د دفاع وزارت، رجال برجسته او ارګ د متقاعدو ساتونکو لپاره راغلی دی.
له دې وروسته د ولسي جرګې رئیس د کال د دویمې نیمايي بودیجه د وکیلانو رایې ته کېښوده چې په اکثریت رایو رد کړای شوه.
خو د جرګې رئیس د بودیجې له رد وروسته اعلان وکړ چې سبا پنجشنبه به بیا د کال د دویمې نیمايي د بودیجې په تړاو ولسي جرګه کې بحث کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې خپلې دوبنۍ رخصتۍ د بودیجې د تصویب لپاره ځنډولې دي.