تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، هیله لري چې له افغانستانه امریکايي پوځیان نه یوازې د امریکا تر راتلونکو انتخاباتو مخکې بلکې همدا نن ورځ ووځي.
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ده مخکې ویلي و چې باید د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار وا نخیستل شي.
ولسمشر ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ویلي و چې د افغانستان، عراق او سوریې جنګونه به پای ته ورسوي او خپل پوځیان به خپل هیواد ته راوغواړي خو پینتاګون وايي چې لا هم په افغانستان کې ۱۴ زره امریکايي پوځیان شته.
د واشنګټن ټایمز د راپور پر اساس، ښاغلي پامپیو د سې شنبې په ماښام خبریالاتنو ته وویل«ولسمشر د خپلو توقعاتو په اړه هر څه په زغرده ویلي او هغه دا دي چې موږ به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر څومره ژر چې کېدای شي هومره ژر کم کړو.»
له بلې خوا اې بي سي نیوز وايي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو هیله لري چې راتلونکې اوونۍ به د دوحې په خبرو کې مهم پرمختګ وشي خو له دې سره سره امریکا له افغانستانه په مشروط ډول د خپلو ځواکونو وتلو ته ژمنه ده.
پامپو د دوشنبې په ورځ ویلي و، ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر د ۲۰۲۰ م کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې کم کړي.
پامپیو په واشنګټن کې په اقتصادي کلب کې د وینا په مهال وویل چې ځواکونه د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه ایستل کېږي او نوموړي ویلي چې نور غواړي په افغانستان کې د امریکا اتلس کلنه مداخله پای ته ورسوي.
کله چې له پامپیو څخه وپوښتل شول چې ځواکونه د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره باسي، ده وخندل او ویې ویل«دا یوازې زما توفع نه ده، بلکې د مسوولیت او دندې اړتیا ده.»
له دې سره په یو وخت باوري سرچینې وايي چې خلیلزاد به دا ځل په قطر کې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.
باوري سرچینو تاند ته وویل چې د طالبانو او امریکایانو په موافقه کې اوږدمهال اوربند او د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش شامل دي.
سرچینې وايي، د اوربند په سر د دوی يو لوی ستونزه دا ده چي له کومو سيمو چي امريکايي ځواکونه وځي هلته به جګړه نه کيږي او افغان ځواکونو ته به هم امریکا هلته د جګړي اجازه نه ورکوي دا ستونزه وروسته له دې پيدا شوه چي طالبانو پاکستان ته او د پاکستان جګپوړو چارواکو له طالبانو سره وليدل.
له بلې خوا د چين، جرمني، ناروې او قطر ټيمونه نن شپه په قطر کې ناسته لري چې د امريکا، طالبانو او افغان حکومت یو ګډ درې اړخیز ميکانيزم جوړ کړي. ویل کېږي چې دوی به په امريکا او طالبانو فشار راوړي چې د افغان حکومت موده وغځول شي، انتخابات دې وځنډيږي، د افغانستان د حکومت او طالبانو تر څنګ دې يوه بله د فشارو ډله دې هم يو مرکچي وټاکي چې د اوسنيو کانديدانو او ګوندونو غړي پکي وي.