د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۰مه: ولسمشر غني د لوی کندهار له مشرانو سره لیدنه کې ویلي، چې د کابل د پولیسو اکاډمي به د جنرال عبدالرازق په نوم کړي.

ولسمشر زیاه کړې، د اوبو مدیریت، د کندهار زېربناو جوړولو او رغولو او پر دغه ښار پانګونې ته به خاصه توجه وکړي.

ښاغلي غني ویلي، لوی کندهار هر اړخیزې سولې ته اړتیا لري.

دغه راز یې د ملي امنیت سلاکار ته دنده وسپارله چې د کابل د پولیسو اکاډمي د ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم کړي.

ولسمشر دغه راز د لوی کندهار له خلکو غوښتي چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او باید ټول په کې برخه واخلي.

ولسمشر دغه راز ویلي د تپل شوې جګړې د پای وخت رارسېدلی او اوس د باعزته سولې راوستلو لپاره خبرو کې تدبیر او په قاطعیت سره پرېکړو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کندهار ته د وروستي سفر په ترڅ کې د کندهار هوايي ډګر د احمدشاه بابا په نوم کړ او د هوايي ډګر واټ یې د جنرال رازق په نوم ونوماوه.

One thought on “د کابل پولیسو اکاډمي د جنرال رازق په نوم کېږي”
  1. د پښتنو په حق کې به ستره جفا وی چې د جمیعت ډول ته ګډېدونکی او د ټلوالی غلام په نوم به یوه اکاډمي کیږي او بله دا چې نوموړی او اړوند اشخاصو یې قربانی ورکړي دي خو سل چنده ډیری امتیازونه یی هم تر لاسه کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *