تاند، جمعه، د اسد ۱۱مه: سعودي عربستان د ذوالحجې میاشت ولیدله او لوی اختر به د اګست په یوولسمه (د اسد په شلمه) د یکشنبې په ورځ ټوله اسلامي نړۍ کې لمانځل کېږي.

 د سعودي عربستان سترې محکمې ویلي، د ذوالحجې میاشت نن یعني د جمعې له ورځې پيل شوه او د حج مهم رکن به د اګست په ۱۰مه ادا کېږي، چې ورپسې به د اګست په یوولسمه د یکشنبې په ورځ لوی اختر لمانځل کېږي.

سږ کال له ټولې نړۍ څخه شاوخوا ۱ اعشاریه یو ملیون مسلمانان د حج مراسمو ته تللي دي.

One thought on “د ذوالحجې میاشت ولیدل شوه، لوی اختر په بله یکشنبه دی”

ځواب دلته پرېږدئ