تاند، جمعه، د اسد ۱۱مه: په داسې حال کې چې طالبان او امریکایان سره خپلو کې د سولې یوې هوکړې ته نږدې شوي دي، امریکايي چارواکي وايي، دې لپاره چې خپل ځواکونه لا افغانستانه راوباسی اړتیا ده چې طالبانو سره یو اوربند وشي.
واشنګټن پوسټ وايي، د هوکړې له مخې امریکا دا مهال له افغانستانه د شپږ زره سرتېرو ایستلو ته تابیا نیسي، چې له دې سره به افغانستان کې اته یا نهه زره امریکايي سرتېري پاتې شي.
واشنګټن پوسټ په دې تړاو امریکايي لوړ پوړوچارواکو له قوله لیکلي، د امریکايي ځواکونو د وتلو او شمېر کمولو په بدل کې باید طالبان اوربند اعلان کړي او له القاعدې سره خپلې اړیکې هم غوڅې کړي.
یو امریکايي چارواکي دا هم ویلي چې دا مهال طالبانو سره د امریکا د سولې تړون ۸۰ یا ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی او پاتې برخه باندې به یې کار یو څه سخت وي.
یو بل امریکايي چارواکي بیا واشنګټن پوسټ ته ویلي، د سولې د تړون نهايي کېدل، د امریکايي سرتېرو د شمېر راکمولو نه وروسته به د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو اړتیا لا ډېره کړي.
که څه هم د امریکا خارجه وزیر د ولسمشریزو ټاکنو تر رارسېدو وړاندې د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو هیله ښودلې، خو اوس ویل کېږي چې شاید طالب مشران دا پروسه وځنډوي.