تاند، جمعه، د اسد ۱۱مه: د دایکنډي والي محمد انور رحمتي وايي، طالبانو بیګا شپه نیلي ښار ته نږدې د پاتو ولسوالۍ د بند زیارت په پوستو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ سرتېري وژلي او ۱۰ نور ټپيان دي.

د رحمتي په خبره طالبانو بیګا شپه یوه نیمه بجه بریدونه کړي چې نښته د سهار تر پنځو بجو روانه وه.

 نوموړی وايي، طالبانو د کجران ولسوالۍ د بازار په پوستو هم بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

 نوموړی دغه راز د پاتو ولسوالس په سیجیک کلي کې د جګړې د دوام خبر ورکوي او وايي، کېدای شي دغه سیمه کې د جګړې تلفات هم لوړ شي.

 رحمتي په دغو نښتو کې د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو پاتو او کجران هغه ولسوالۍ دي چې دې وروستیو کې د طالبانو د سختو بریدونو شاهدانې دي.

 ویل کېږي، دغلته د طالبانو بریدونه ځکه زیات شوي چې محمد محقق طالبانو سره پټ ډیلونه لري او غواړي د سرور دانش لپاره چې د ډایکنډي خلک یې پلویان دي راتلونکو ټاکنو کې ستونزې جوړې کړي او هزاره ګان ترې خپه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *