تاند، جمعه، د اسد ۱۱مه: د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د کورنیو او بهرنیو طالب قومندانانو پر یوه غونډه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ملي امنیت لوی ریاست تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، په وژل شویو وسله والو کې د چین د ایغور جنګیالیو او چیچني جنګیالیو د ډلې څو مهم کسان هم شامل دي.
ملي امنیت وایي، د لوګر څرخ ولسوالۍ په پنګرام کلي کې دغې غونډې ته د پکتیا، لوګر، میدان وردګو، غزني، پکتیکا، خوست او کابل لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوولین راټول شوي وو چې د دوی په عملیاتو کې یې زیات شمېر طالب قومندانان وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، دې عملیاتو کې ۲۵ کسان وژل شوي، ۱۲ ټپیان دي او ۶ یې ژوندي نیولي دي.
دغو عملیاتو کې لسګونه میله وسله، ځانمرګي واسکټونه، ماینونه هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو میاشتو کې د طالبانو تر ټولو زیات قومندانان وژل شوي او د امنیتي ځواکونو لخوا یې زندانونه هم مات کړای شوي دي.