تاند، جمعه، د اسد ۱۱مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، اړتیا ده چې افغانستان کې د دایمي سولې لپاره پاکستان او افغانستان یو بل ته د دې ضمانت ورکړي چې له خاورې څخه به یې یو د بل پر ضد استفاده نه کېږي.

خلیلزاد نن جمعه پر خپله ټویټر پاڼه د پاکستان د سفر په تړاو جزیات روښانه کړي او زیاته کړې یې ده چې دا وار سفر کې یې د پاکستان صدراعظم عمران خان، خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ مشر جنرال باجوه سره لیدنې کړې دي.

نوموړی وايي، په دې لیدنو کې یې افغان سوله کې د پاکستان د لا زیاتو مثبتو اقداماتو په تړاو بحثونه کړي دي چې عمران خان له ټرمپ سره هم هوکړه پرې کړې وه.

خلیلزاد زیاته کړې، سوله د افغانستان او پاکستان دې ضمانت ته اړتیا لري چې د دواړو هېوادونو خاوره به یو د بل پر ضد نه کارېږي: ((د دې ضمانت په اړه ډاد د بین الافغاني جامع خبرو په ترڅ کې رامنځته کېدای شي، چې ورسره به د سیمه ییز اقتصادي اتصال او اقتصادي ودې لپاره د سولې په فضا کې لار خلاصه شي.))

خلیلزاد ټینګار کړی چې دواړو هېوادونو ته هیله بخښونکي فرصتونه برابر شوي، خو باید چې دواړه هېوادونه ترې ښه استفاده وکړي.

خلیلزاد د پاکستان او افغانستان د خاورې یو د بل په ضد نه کارولو د ضمانت خبره کوي، چې تر دې وړاندې افغان حکومت په ځلونو ویلي چې پاکستان د ترهګرو لپاره خپله خاوره کې ځالې ورکړي، هغوی ته ټریننګونه ورکول کېږي او ان روغتیايي اسانتیاوې هم ورته برابرېږي.

خلیلزاد د اسد د میاشتې په نهمه له کابله ووت، خو زیاته یې کړه مخکې له دې چې قطر ته ولاړ شي، لومړی به پاکستاني چارواکو سره اسلام اباد کې ځینې بحثونه او لیدنې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *