تاند، جمعه د اسد ۱۱۲مه: افغان هوايي ځواکونو نن ماسختن اته بجې او لس دقیقې فراه لپاره د طالبانو والي له دوه نورو مهمو مسوولینو سره وژلی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د فراه خاک سفید ولسوالۍ کې دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالباري مشهور په ملا مشر والي په نښه کړی او له منځه وړی دی.
د دفاع وزارت د چارواکو په وینا، دغه برید کې د طالبانو د حلقوي زون مسوول مولوي سعید او د طالبانو مالي – لوژیستکي مسوول ملا صادق له منځه هم وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې وروستیو کې چې پر طالبانو تهاجمي بریدونه د افغان ځواکونو لخوا زیات شوي، نو د دغې ډلې له ۵۰۰ څخه زیات والیان، ولسوالان او قومندانان په کې وژل شوي دي.
افغان ځواکونه وايي، که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، د جګړې په ډګر کې به وځپل شي.