تاند: ټاکل شوې چې د بالیووډ ښایستوکې اداکاره تمنا بهاټیا د نواز الدین صدیقي په راروان  (بولی چوړیان) فلم کې د هغه د معشوقې په کرکټر کې راښکاره شي.

بولی چوړیان فلم چې شوټنګونه یې د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شول، د نواز الدین صدیقي د ورور نواب صدیقي په ډایرکرکټرۍ کې لومړی فلم دی.

په دې فلم کې راجیش بهاټیه او کرن بهاټیه پروډیوسران دي، چې په کې به د نواز الدین صدیقي سره راجپال یادف هم لوبېږي.

دا فلم ټاکل شوې چې د ۲۰۱۹ کال تر پایه نندارې ته وړاندې شي چې پخپله نوازالدین صدیقي ورته یوه رپ سندره هم ویلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *