تاند- یو افغان، چې د امریکا ګرین کارد لري او امریکايي پوځیانو ته یې د ترجمان په توګه کار کړی دی، د جمعې په ورځ (اګست۲) په دې تور چې له مکسیکو څخه یې په غیرقانوني ډول کډوال امریکا ته تېرول، محکوم شو.
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د محکمې له پرېکړې سره سم مجیب الرحمان سیفي، چې له افغانستان څخه یې په جعلي اسنادو افغانان لاتینې امریکا (مکسیکو) ته راوستي وو او متحدو ایالتونو ته یې اړول، ۱۰ زره ډالره جریمه شو.
محکمې د دوو تنو نومونه وښودل او ویې ویل چې ښاغلي سیفي په غیرقانوني ډول امریکا ته رسولي دي.
د هغوی په منځ کې یو هم وثیق الله دی چې ټکساس ایالت ته له رسېدو سره سم یې د امریکا سرحدي چارواکو ته ځان وسپاره او ویې ویل چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ و.
سیفي او هدایت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترجمانان ول خو په ۲۰۱۴ م کال له دندې لېرې شول او امریکايي اډو ته له تګه منع شول.
هدایت وروسته د امریکا د وېزې غوښتنه وکړه خو غوښتنلیک یې رد شو.
څارنوالان وايي چې سیفي په پاکستان کې د انساني قاچاق له شبکو سره کار کاوه. ده له هدایت څخه په دې خاطر چې امریکا ته یې رسوي ۱۰ زره ډالر اخیستي دي خو له ځینو نورو څخه یې سړي سر ۶ زره ډالر اخیستي دي.