که افغانان یواځې دا تیر دوه سوه کالو ته وګوري، کله هم له احتیاجه نه دي خلاص شوي.
له امیر دوست محمد خان نیولې بیا تر اشرف غني، تل مو خپلو کې سره خوړلي، خپلو کې ټکولي، اوپه پای کې مو د احتیاج لاس اوږد پاتې شوی.
راځئ کس که نان میدهد فرمان میدهد په رڼا کې مو توقعات مدیریت کړو، د بې ځایه شور ماشور پرځای پر دې سوچ وکړو، چې د افیوني ملت (چینایان) څخه څنګه د نړۍ ښکرورشوو، د بلډي انډینز نه ځان داسې حال ته ورسوو چې د هندوانو په څیر د امریکې ریس جمهور اړ کړو چې راشي او زمونږ ماشومانو سره مجلس وکړي (اوباما هند ته راتګ)، او یا لکه د تروریست ایران او شمالي کوریا ټوله نړۍ حیران کړو چې اوس ده سره څه وکړو!
د امریکې سفیر راته په ټویټر هره اونۍ یو یو فرمان نه را لیږي؟ د ډاکټر محب په شتون کې د امریکا تر ټولو ټیټ ډپلوماټ مجلس کې نه کیني او تاسې بیا له ټرمپ تمعه لرئ! دا د بمونو مور یې چې تجربه کوله، زمونږ نه یې پوښتنه کړې وه!
زما د ملګرو غالمغال راته د اقبال د شعر یو بیت را په یاد کړ چې وايي:
در دیر نیاز من در کعبه نماز من
زنار بدوشم من تسبیح بدستم من
دا نو نه کیږي چې ځان مو ورته احتیاج کړې هم وي او بیا عزت هم ترې غواړو.
ټرمپ خبرو ته غوسه مه کوئ، سوچ ورته وکړئ چې څنګه کولې شو له هغه حالته ځان اوباسو چې یو احمق را پاسیږي او زمونږ په اړه سپکه ژبه کاروي.
ترکیې ته یې وویل له روسیې خریداري مه کوه، اردغان ولاړ په نره یې اینټي میزایل سیسټم له روس وپیریدلو او ورته یې وویل لاس دې خلاص توره دې تیره! ملتونه په تیر باندې په ویاړ نن قدرمن نه منل کیږي، بلکې ملتونه په حال کې ځان ته قدر پخپله ګټي!
دې حالت نه د وتلو دپاره د ملت په توګه ملي مباحثې ته اړتیا ده، له شخصي ګټو تیریدو ته اړتیا ده، د بدلون په لور سفر ته اړتیا ده. که نه همداسې به د لیونیو د خندا یوو، د تل دپاره!
که چیرې افغانانو یو دريځ درلودلی او په ملي منافعو کې یوه خوله کیدلی هیڅ کله به نورو هېوادونو یې په برخلیک لوبې نه کولی او نه به یې دومره بې وسه او بې کسه ګڼه.
هر څه له داخلي مشکلاتو سرچینه اخلي او افغانستان له کلونو راهیسې له داخلي دښمن خلاص نه شو، همدا چې داخلي دښمن ته بیرونی دښمن امکانات برابروي، افغانستان یې له ورانۍ سره مخ کړی او افغانان هر کله قربانی ورکوي.
خدای که موږ له کورني دښمن خلاص کړي، بیرونی دښمن ته یو خوله شو او ټول ځواک د بیروني دښمن پروړاندې وکاروو، لیرې نه ده چې موږ به د نړۍ له هېوادونو سره سیال یو.