تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما وایي، تېره مېلادي میاشت کې د ملکي افغانانو تلفات د خپلې کچې تر ټولو لوړ ګراف ته رسېدلي وو.
یوناما نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره میاشت د جګړو او تاوتریخوالي له کبله ۱۵۰۰ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دا د سږ کال د نورو میاشتو په پرتله تر ټولو لوړ ارقام دي، تر دې چې د ۲۰۱۷ کال د می میاشتې له ملکي تلفاتو هم دا ارقام لوړ دي.
کابل کې دیوناما مشر تدامیچي یاموموتو وايي، د حکومت ضد عناصرو تېره میاشت ملکي تلفاتو کې تر ټولو زیاته ونډه لرله : (( دا چې وروستیو اوونیو کې د سول هڅې تېزې شوې دي، ورسره جوخت نښتو هم زور اخیستی دی. زه له ښکیلو غاړو غواړم چې د خپلو امتیازاتو ډېرولو لپاره دې تاوتریخوالي نه ډېروي، ځکه تاوتریخوالی ملکي تلفات زیاتوي.))
یوناما په خپل راپور کې وايي، له کوم تبعیض پرته یې په ښاري سیمو او نظامي کارمندانو یې د طالبانو بریدونه مستند کړي دي، چې له کبله یې طالبان د زیاتو ملکیانو د تلفاتو سبب شوي دي.
یوناما وايي، د جولای میاشت کې د دفاع وزارت پر لوژستیک مرکز برید کې ۷ ملکیان مړهاو ۱۴۴ نور ټپیان شول، دغه راز د کندهار پر امنیه قومندانۍ او د غزني د ملي امنیت په یوه حوزه بریدونو کې هم زیاتره تلفات ملکیانو ته واوښتل.
یوناما دغه راز وايي، تېره جولای میاشت کې اوښتي ملکي تلفاتو څخه ۵۰ سلنه یې د طالبانو د سړک د غاړې ماینونو له کبله وو.
دغه راز یوناما د کانونو وزارت پر کارمندانو او د کابل پوهنتون مخته چاودنو په اړه ویلي چې دې بریدونو کې قصدا ملکیان په نښه شوي او دایو جنګي جنایت دی.
یوناما د زرغون بهیر پر دفتر، د کابل- هرات پر لویه لار د مساپرو پر موټر ماین چاودنه تر ټولو خونړۍ پېښې بللي چې ملکیان یې قربانیان شول.
یوناما دغه راز وايي، تېره میاشت کې د دولت شپني عملیات هم د زیاتو ملکي تلفاتو سبب شوي دي، خو په همدې حال کې یې له ښکیلو غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته غاړه کېږدي او ملکي تلفات راکم کړي.