تالند- په قطر کې د امریکا او طالبانو اتم پړاو خبرې نن (شنبه) په داسې حال کې پیل شوې چې امریکايي رسنیو له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې د نوموړي د سلاکارانو په قول خپرې کړې او زلمي خلیلزاد موافقې ته د طالبانو د چمتووالي یادونه وکړه.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي او د طالبانو د قطر د دفتر غړي د دوحې په وخت د سهار په لس بجې خبرو ته کښېناستل.

دوی له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د مهالوېش، له افغانستانه د تروریستي بریدونو د نه کېدو او نورو مسلو په اړه د نهايي موافقې پر وروستیو جزییاتو خبرې کوي.

تمه کېږي چې ژر به دواړه خواوې د نړیوالو څارونکو یا ضمانت کوونکو په حضور کې نهايي موافقه لاسلیک کړي.

زلمي خلیلزاد نن له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه لیکلي:

له بلې خوا امریکايي رسنیو (دي هیل ورځپاڼې او این بي سي نیوز تلویزیون) ویلي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې خپل ټول پوځیان د ۲۰۲۰ کال تر انتخاباتو مخکې له افغانستانه باسي.

په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات په نوومبر میاشت کې کېږي.

د ځواکونو د ایستلو پر سر د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو اختلاف

امریکايي رسنۍ وايي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د ولسمشر ټرمپ له لوري د دې ضرب الاجل ټاکلو د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو ترمنځ اختلاف پیدا کړی دی.

که څه هم دغو رسنیو نه دي ویلي چې کوم وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو ملاتړ کوي خو مخکې تر دې پینتاګون تل په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ماموریت پر اوږدېدا ټینګار کړی دی.

این بي سي نیوز وايي، یوه پخواني چارواکي ورته ویلي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د مودې پر سر د دواړو وزارتونو ترمنځ بحثونه ترینګلي شوي دي.

څو امریکايي چارواکو این بي سي ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر په ګډون پوځي چارواکي په ۱۵ میاشتو کې له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو سره مخالف دي. دوی وايي چې جنرال میلر فکر کوي چې یو شمېر پوځیان دې وایستل شي خو غواړي چې نور له القاعده او داعش سره د جګړې لپاره باید پاتې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په شمول ځینې نور بیا اندېښنه لري چې که د ځواکونو د ایستلو لپاره پلان جوړ نه شي، ممکن ولسمشر ټرمپ ناببره د ټولو قواوو د ایستلو امر وکړي.

د پینتاګون ویندویې ریبیکا ریباریچ د شنبې په ورځ (اګست ۳) دي هیل ورځپاڼې ته وویل چې د ټولو ځواکونو د وتلو امر نه دی شوی.

«په افغانستان کې زموږ ستراتیژي د شرایطو پر اساس ده. په افغانستان کې به زموږ ځواکونه په مناسب شمېر کې تر هغو پاتې شي چې د امریکا د ګټو د ساتنې لپاره د هغوی حضور ته اړتیا وي.»

دې دا هم وویل چې دفاع وزارت پر پوځي پلانونو تبصره نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هم وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ایستل یا د شمېر کمېدا به له شرایطو سره تړلې وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی این بي سي ته وویل چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو پر شمېر بیا کتنه کېږي.

دي هیل ورځپاڼه وايي چې ټرمپ له ډېره وخته حتي د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د کمپاین له مهاله له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو دفاع کوي.

د تېرې اوونۍ په پای کې واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې د ټرمپ حکومت غواړي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۱۴ زرو څخه ۸ زرو یا ۹ زرو ته رالږ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *