تاند، یکشنبه، د اسد ۱۳مه: سي این این راپور ورکړی چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه ډېره خطرناکه ناروغۍ اخته شوی دی.

سي این این نه ویلي چې دا چارواکی د کوم هېواد او څه نوم لري خو وايي، ظواهري چې له پخوا راهیسې زړه له ناروغۍ خورا زیات کړېږي، د عمر له ډېرېدو او جسماني وضعیت له اوس په ډېر بدحال کې شپې ورځې تېروي.

  سي این این وايي له تروریزم سره د مبارزې دغه لوړ پوړي چارواکي ورته ویلي، چې دوی خبر شوي دي چې اوس په القاعده شبکه کې د خپل مشر د مرګ او روغتیايي وضعیت په تړاو شکونه زیات شوي دي.

 دا په داسې حا ل کې ده چې ملګرو ملتونو په راپور کې هم د القاعده شبکې د مشر د روغتیايي وضعیت د خرابوالي په تړاو اشاره شوې ده، خوهغه ویډیوګانې چې د ایمن الظواهري په ادرس خپرې شوې دي ښيي چې نوموړی هیڅ روغتیايي ستونزه نه لري.

 شنونکي وايي، شاید دا القاعدې تاکتیک وي چې ایمن الظواهري ته منسوبې زړې ویډیوګانې خپرې کړي، خو څه چې حقیقت دی هغه دا دی چې ایمن الظواهري له پخوا راهیسې له صحي ستونزو کړېده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *