تاند، یکشنبه، د اسد ۱۳مه: کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو پولیسو یې د کاپیسا نجراب کې په یو لړ شپنیو عملیاتو کې پنجشېر لپاره د طالبانو نومولی مرستیال والي له خپلو پنځو ملګرو سره وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت لخوا تاند ته را استولې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات د نجراب اهنګرانو کلي کې شوی چې په ترڅ کې یې پنجشېر لپاره د طالبانو مرستیال والي او نظامي مسوول عبدالاحد مشهور په ذوالفقار له خپلو ۵ وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.
خبرپاڼه لیکي، په دې عملیاتو کې څو میله سپکه او درنه وسله، لاسي بمونه، راکټ انداز، نور ګڼ نظامي تجهیزات او څو موتره نقلیه وسایط هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، ذوالفقار له کاپيسا نه شاوخوا ټولې سیمې او ولایتونه په امنیتي لحاظ سخت ګواښل.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو تر دې یوه شپه وړاندې فراه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د فراه لپاره د طالبانو والي ملا مشر او د هغه ګڼ ملګري وژلي دي.