تاند، یکشنبه، د اسد ۱۳مه: د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضلهادي مسلمیار ایران ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد دمشرانو جرګې له مشر علي لاریجاني سره د افغان سولې، اوبو او سیمه ییزو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د ایران د سناجرګې مشر علي لاریجاني د افغان دولت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې دې ورځو کې د ایران پالیسي د افغانستان په اړه دا ده چې د سولې ټولې هڅې باید د افغان دولت په محوریت راوڅرخي.
لاریجاني افغانستان د ایران ورور هېواد بللی او زیاته کړې یې ده، چې د امریکا لخوا له افغان دولت پرته له نورو ډلو سره د سولې خبرو اترو مخته وړل ښه کار نه دی: (( هیله من یوو چې افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو نه وروسته امنیت او سیاسي ثبات راشي.))
په دې لیدنه کې د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضلهادي مسلمیار ویلي، ایران هر وخت په ستونزه کې د افغانانو تر څنګ درېدلی: (( ایران هر وخت له موږ سره په پوره اخلاص درېدلی، نن چې د سولې خبرې روانې دي، مننه کوو چې ایران د افغان دولت په رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.))
ایران په داسې حال کې د افغانانو په مشرۍ د سول د هڅو ملاتړ ښودلی چې تر دې وړاندې ایران ته د طالب سیاسي مشرانو د سفر راپورونه هم ورکړل شوي، تر دې چې دې وروستیو کې له طالبانو څخه نیول شوې وسلې ښيي چې طالبان او ایران خپلو کې څه اړیکه سره لري؟
دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په نوي ډیلي کې ویلي وو، د طالبانو د حکومت پلويان نه یوو خو قدرت باید ورسره تقسیم شي.
ایران او پاکستان کله هم له افغانانو سره په اخلاص نه دی دریدلی بلکه تل یی افغانانو سره دوه مخی پالیسی نه کار اخیستی ده ظاهرآ حکومت سره لکی وهی ولی په باطن کی یی همیشه د حکومت او نظام مخالفین تمویل او تجهیز کوی دا زموژ د چارواکو خامی ده چه په یو سفر باندی هغه تولی ناخوالی چه د زموژ د گاوندیانو له طرفه موژ ته رسیدلی دی هغه تولی نادیده نیسی او دخپلو دایمی دشمنانو خصمانه کرو ورو ته د اخلاص نوم ورکوی