ملینا ټرمپ او ولسمشر ټرمپ

تاند، یکشنبه، د اسد  ۱۳مه: پاکستانۍ ډان انګلیسي ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، که د قطر د سولې مذاکرات بریالي شي نو کېدای شي چې ټرمپ د سپټامبر میاشت کې کابل ته سفر وکړي او د سولې تړون نهايي کړي.

ډان ورځپاڼې لیکلي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په همدې تړاو دغه هېواد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز په مشرۍ یو پلاوی سفر هم وکړي او پاکستاني چارواکو سره افغان سولې ته د رسېدو په لارو چارو او پرمختګونو خبرې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، له دې سره جوخت چې امریکایان او طالبان دوحه کې سره په خبرو بوخت دي، سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر لري څو له دغه هېواد سره د افغانستان د سولې پروسې او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو ځینې خبرې سپینې کړي.

 راپور وایي، الیس ویلز به پاکستاني چارواکو سره پر هغو ژمنو ټینګار وکړي چې عمران خان په خپل وروستي سفر کې امریکا ته ورکړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *