تاند، دوشنبه، د اسد ۱۳مه: د طالبانو د وخت د مالیې وزیر معتصم اغا جان وايي، که افغان حکومت د سولې په خبرو کې له جمهوریت څخه تېرېږي او طالبان په اسلامي امارت ټینګار کوي، نو د حل لاره دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري امارت دې رامنځته شي.
ښاغلی معتصم اغا جان وايي، له امریکایانو سره د سولې تر هوکړې وروسته به د ناروې په اوسلو ښار کې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي چې په اړه یې د افغانستان د نظام له خوا یو پياوړی او سولې ته ژمن ۱۵ کسیز پلاوی تشکیل شوی دی.
د اغا جان په وینا، له ولسمشر غني سره یې درې ورځې وړاندې ځانګړې کتنه کړې او دی ډاډه شوی دی چې په ارګ کې سولې ته د رسېدو سپيڅلې او رښتینې اراده شته.
نوموړي له شمشاد خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د بحث موضوعات به دا وي چې لومړی په یو اوربند هوکړې ته ورسېږي او بل د افغانستان د راتلونکې نظام په څرنګوالي بحث وشي: « زما نسخه دا ده چې دا په نورو هېوادونو کې هم شوي، په افغانستان کې هم ممکن ده چې یو اسلامي جمهوري امارت رامنځته شي، په دې کې به د طالبانو او افغان حکومت دواړو غوښتنې ځای شي.»
د اغا جان په خبره طالبانو نه دي ویلي چې دوی به د راتلونکي نظام واک په لاس کې اخلي، بلکې ولسمشر غني ورسره په خبرو کې ویلي که په قطر کې د امریکایانو او طالبانو هوکړه کېږي، دی پرې خبر دی او ملاتړ یې کوي.