تاند، دوشنبه، د اسد ۱۴مه: د ۱۳۹۷ کال د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې د ټاکنو لس میاشتې پوره شوه وشې خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا هم خپلو ۱۲۰ زره مؤقتي کارمندانو ته معاشونه نه دي ورکړي.
د کمېسیون د مشرانو د ارقامو په اساس هر ښوونکي ته چې د ټاکنو د یوې ورځې لپاره یې دوی سره کار کړی دی، في نفر ۴۶ ډالر باید ورکړل شي، چې لا هم د دا ډول ۱۲۰ زره کسانو معاش پر کمېسیون پور پاتې دی.
دغه پيسې چې ټولې راټولې شي، پنځه نیم میلیونه ډالر کېږي چې باید د یو این ډي پي لخوا ورکړل شوې وای.
د ټاکنو کمېسیون د ساحوي عملیاتو رئیس خیبر سعیدي وايي، دا پروسه ځکه وغځېده چې د دغو لنډمهاله کارمندانو د اسنادو راټولونې زیات وخت ونیو او معاشونه یې هم ورسره وځنډېدل: (( اوس مو ټول هېواد نه د دوی اسناد راټول کړي او د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ته مو استولي دي چې ډېر ژر به یې معاشونه اجرا شي.))
نوموړی وايي، یو این ډي پی ژمنه کړې ده چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو نه وړاندې به د کمېسیون د تېر کال کارمندانو معاشونه حواله کړي.
کمېسیون وايي، دوی له خپله جیبه د تېر کال مؤقتي کارمندانو ته معاش نه شي ورکولی، خو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې نږدې ۲۰۰ زره کارمندان په پام کې نیولي چې ټول معاش به یې د دولت له جیبه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ شي او پر وخت به یې ورته اجرا کړي.