تاند، دوشنبه، د اسد: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو وار بیا ټینګار کړی چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د سیاسي حل په لټه کې دی.
نوموړی وايي، ټرمپ په افغانستان کې د سیاسي حل لارې او د ځواکونو راکمولو غوښتونکی دی.
مایک پومپیو چې دا مهال استرالیا ته تللی، د دغه هېواد له خارجه وزیرې لینډا رینولډز سره په ګډ خبري کنفرانس کې یې وویل، ټرمپ غواړې ډاډه شي چې افغانستان بیا پر امریکا د بریدګرو په پناه ځای نه بدلېږي: ((ولسمشر ټرمپ روښانه کړې ده چې موږ سیاسي حل غواړو، تر څو مو افغانستان کې ځواکونه راکم کړو، خو غواړي په دې هم ډاډه شي چې بیا له افغانستانه پر امریکا بریدونه نه کېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو په اتم پړاو خبرو بوخت دی.
سرچینې وايي، نوموړی شاید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو خروج او د تاوتریخوالي راکمولو په تړاو خبرو کې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.