تاند، دوشنبه، د اسد ۱۴مه: کورنیو چارو وزارت د فاریاب په بلچراخ ولسوالۍ د طالبانو د برید شاته تمبولو او دغې ډلې ته د ۳۶ کسانو تلفاتو اړولو خبر ورکوي.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالب وسله والو بیګا شپه په ډله ییز ډول په بلچراغ ولسوالۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو لخوا شاته تمبول شوي دي.
خبرپاڼه وایي، د نښتې پر مهال د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د مهمو قومندانانو په ګډون ۳۶ وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
خبرپاڼه په عملیاتو کې د دوه سرتېرو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر هم تاییدوي خو وایي، دې جګړه کې ملکیانو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
فاریاب په شمال کې له ناامنه ولایتونو څخه یو دی چې طالبان په کې فعالیت لري او وخت ناوخت لوی بریدونه ترسره کوي.
د دې ولایت بلچراغ ولسوالي د سرطان په څلورمه تازه له طالبانو بیرته ونیول شوه، دا ولسوالي طالبانو تر یو کال پورې لاندې کړې وه.