تاند، دوشنبه، د اسد ۱۴مه: ځايي چارواکي وايي، طالبانو په سمنګانو کې د دوه دولتي کارمندانو په شمول ۳۰ مساپر له موټره کوز کړي او له ځان سره یې بیولي دي.
د سمنګانو د ولایتي شورا غړی حاجي صفت الله سمنګاني وايي، پېښه بیګا ماښام شوې او طالبانو د خرم سار باغ له لویې لارې له ۲۵ تر ۳۰ تنو پورې مساپر له ځان سره برمته وړي دي: (( دوی له ایبک ښار نه خرم سارباغ ولسوالۍ ته روان وو چې په کې د استیناف رئیس او د امنیه قومندانۍ یو افسر هم د طالبانو په لاس ورغلي دي.))
د سمنګاني په خبره طالبانو تر دې دمه نږدې ۲۰ مساپر بیرته خوشې کړي دي، خو نور یې له ځانه سره ساتلي دي.
د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمنیر رحیمي پېښه تاییدوي او وايي، د دوی د معلوماتو په اساس ګڼ مساپر طالبانو بېرته خوشې کړي او د ځینو د راخوشې کولو لپاره هڅې روانې دي: (( امنیه قومندان هم خرم سارباغ ته ځان رسولی او پاتې مساپر به ډېر ژر راخوشې کړای شي.))
د اختر په شپو ورځو کې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له موټرو څخه مساپر ښکته کوي او له ځان سره یې برمته وړي.
طالبانو وړم کال تر ټولو خونړۍ پېښه دا وکړه چې په کندوز کې یې له څلورو موټرو څخه مساپر ښکته کړل او ډېر شمېر یې ترې ووژل.