تاند، دوشنبه، د اسد ۱۴مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر نوماندانو لخوا د ټاکنو د تحریم په تړاو ویلي، ټاکنې به حتی که دوه نوماندان هم ورته پاتې شي، ترسره کړي.
د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، ولسمشریزو ټاکنو ته ټولې تابیاوې نیول شوی او عملیاتي پروسه یې په چټکۍ روانه ده.
نوموړی وايي، کمېسیون د ۱۸ نوماندانو تر منځ ټاکنیزې سیالۍ ته چمتو دی خو که ټول نوماندان ټاکنې تحریم کړي او یوازې دوه نوماندان پاتې شي، بیابه هم دوی ټاکنې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ نوماندانو شورا چې ۱۲ نوماندان په کې راټول دي، تر دې وړاندې ګواښ کړی و که غوښتنې یې ونه منل شي راتلونکې ټاکنې به تحریم کړي.