تاند- د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو نن (دوشنبه) په درېمه ورځ دوام وکړ او ډېر بحث پر دې وشو چې څومره امریکايي پوځیان د موافقې له لاسلیکېدو وروسته په لومړي ګام کې له افغانستانه ووځي.

د طالبانو سرچینې وايي چې دوی د نهايي موافقې له لاسلیکېدو سمدستي وروسته د امریکا له لوري د زیات شمېر پوځیانو د وتلو د اعلان غوښتونکي دي خو امریکايي پلاوی په لومړي ګام کې د محدود شمېر پوځیانو د وتلو ژمنې ته تیاري ښيي.

امریکايي رسنیو د روانې اوونۍ په پیل کې وویل چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر، چې اوس ۱۴ زره دی، ۸ زرو یا ۹ زرو ته راکم کړي.

پر دې سربېره یو شمېر نور اختلافي مسایل هم د دواړو خواوو ترمنځ شته خو دوی هیله لري چې تر لوی اختر مخکې به پرې روغه وشي او نهايي موافقه به د چین، روسیې او ملګروملتو د استازو په حضور کې لاسلیک کړي.

په قطر کې باوري سرچینو تاند ته وویل چې دواړه خواوې پر اساسي مسلو، یعني له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش، له افغانستانه نورو هیوادونو ته د تروریستي ګواښ د نه پېښېدو او دایمي اوربند پر سر موافق دي خو یوازې پر جزییاتو خبرې کوي.

سرچینې وايي، دواړه خواوې لا هم د دې لپاره په زغرده څه نه وايي چې ممکن کوچنۍ مسلې د جنجال سبب شي.

یوه بله مسله چې لا پرې خبرې روانې دي هغه د اوربند موضوع ده چې طالبان لا هم ټینګار کوي او وايي چې که امریکایان پرې برید نه کوي دوی هم حاضر دي چې نه یوازې پر امریکايي اډو بریدونه ونه کړي بلکې د وتلو په لاره کې یې هیڅ راز خنډ پېښ نه کړي خو طالبان دا لا نه مني چې د افغانستان له حکومت سره به اوربند اعلانوي.

سرچینې وايي، طالبانو یوازې منلې چې د نهايي موافقې له لاسلیکه وروسته به، بې له دې چې اوربند اعلان کړي، په پټه خوله حملې کمې کړي.

سرچینې زیاتوي چې طالبان غواړي چې له امریکا سره له موافقې وروسته لومړی د افغانستان له حکومت او نورو افغان جهتونو سره د نظام پر څرنګوالي او په هغه کې د طالبانو پر ونډې موافقې ته ورسېږي او بیا اوربند اعلان کړي.

د طالبانو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو اتم پړاو خبرې د شنبې په ورځ (د اګست ۳ – د اسد ۱۲) پیل شوې او ښايي څو ورخې نورې هم دوام وکړي.

د دواړو خواوو ترمنځ لومړی پړاو خبرې د تېر (۲۰۱۸) د اکتوبر په ۱۲ پیل شوې وې. خلیلزاد د تېر کال د میزان په شلمه (اکتوبر) د امریکا د ځانګړي استازي په توګه په دوحه کې له طالبانو سره ولیدل.

One thought on “د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهايي موافقې د اعلان مخه کومو ټکو نیولې؟”
  1. attention// where is the important point;
    talibs don,t say that;they will stop attacking afghan souldiers.
    they talking about american soldiers&BASES.but
    they attacking on public afghans.
    this is funny;they talking about AMERICAN but killing every day afghans.
    in the peace agenda just talking about americans.
    TALIBS MUST STOP ATTACK ON AFGHANS IF BE ARMY ,POLICE OR PUBLIC.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *