له دوه کلونو زیات وشول چې کوزه پښتونخوا کې پښتنو اعتراض کړی او له پاکستاني ریاست څخه د خپل حق غوښتنه کوي، خو د دوه کلونو اعتراضونو سره سره پاکستاني ریاست د پښتنو غږ نه دی اوریدلی.
پاکستاني ریاست د پاکستان ټولې رسنیو باندې بندیز لګولی چې د پښتون غورځنګ غونډې او بیانونه به نه نشروي او برعکس د پښتون غورځنګ پرضد به تبلیغات کوي، خو پاکستاني ریاست له ډيرو هڅو سره سره نه دی توانیدلی چې دا غورځنګ نوم بدی کړي.
څومره چې دا ریاست له پښتون سره ضد کوي او ظلمونه پرې کوي، هم هغومره د دې غورځنګ کسان زیاتیږي او د ملا تیر یې قوي کیږي.
پاکستاني ریاست د دې پر ځای چې د پښتنو حقونه ورکړي، له ډيره هڅه کوي چې دا قوم وځپي او په یو او بل نوم یې زندان ته واچوي او یا یې د یوې دسیسې له مخې ووژني.
تازه د دې غورځنګ سرلاري علي وزیر او محسن داوړ د پاکستان په زندانونو کې په دې تور شپې او ورځې سبا کوي چې ولې د پښتنو لپاره حقوق غواړي.
خو پښتون غورځنګ باندې چې څومره فشار زیاتیږي، هغومره یې حوصلې لوړیږي او هڅه کوي چې د مدني مبارزو له لارې هدف ته ورسیږي.
پښتون غورځنګ د ورک شویو پښتنو حساب غواړي، د پښتنو له سیمو د ماینونو پاکول غواړي او دغه راز پښتنو ته د پاکستان په ریاست کې پوره حساب کتاب غواړي، خو پاکستاني ریاست چې له پنجابیانو تشکیل شوی، هیڅ حاضر نه دي چې پښتنو ته برخه او حقوق یې ورکړی.
د دې غورځنګ سرلاری منظور پښتون هڅه کوي چې دا کاروان تر منزل ورسوي او په هر قیمت چې کیږي باید د پښتنو حقوق ترلاسه کړي.
اوس له نیکه مرغه د پښتون غورځنګ غږ تر نړیوالو سټیجونو رسیدلی او پر پاکستاني ریاست غږ شوی چې پر پښتنو دې ظلم بس کړي او ددې قوم مشروع غوښتنې دې ومنل شي.
پاکستاني پوځ او ای ایس ای هڅه کوي دا قوم تاوتریخوالي ته وهڅوي، خو پښتون غورځنګ په ډيرې هوښیارۍ سره هڅه کوي چې له تاوتریخوالي ځان وساتي او هغه هدف یې چې ټاکل ځان ورته ورسوي.
ای ایس ای هڅه کړې چې دا غورځنګ کله د هند او کله د افغانستان په ملاتړ تورن کړي، خو نه دي توانیدلي چې دا پاکه مبارزه بدرنګه او نوم بدې کړي.