تاند- د سعودي عربستان حکومت له پرون څخه د زرګونو بهرنیو کارګرو، چې په دغه هیواد کې یې په غیرقانوني ډول کار کاوه، د نیولو کمپاین پیل کړ.
ویل کېږي چې په دغه هیواد کې د افغانانو په شمول د بېلابېلو هیوادونو په لسګونو زره کارګر، بې له دې چې د کار رسمي اجازې ولري، په کار بوخت دي.
د رارسېدلیو راپورونو له مخې د سعودي د کار وزارت د پولیسو په مرستو د کارګرو د اوسېدو پر خایونو چاپې پیل کړي او په زرګونو کارګر یې نیولي دي.
د جدي د پولیسو ویندوی عرب نیوز ورځپاڼې ته ویلي چې په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې یې پرون /دوشنبه/ نژدې څلور زره کارګر نیولي دي. د ویاند په وینا د نیول شویو کارګرو اسناد مکمل نه ول.
ورځپاڼه وايي چې په مدینه کې هم پولیسو په بېلابېلو چاپو کې۳۰۰ تنه نیولي دي.
د پولیسو د حملو له ډاره په سلګونو سوداګري مرکزونه او دوکانونه بند شوي او حتي د جدې د ساحلي بندر کار هم له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
سعودي عربستان سږ کال د کار نوي قوانین اعلان کړل چې ورپسې په لکونو بهرنیو کارګرو ته وویل شول چې د نومبر تر درېمې نېټې پوري ویزه او نور اسناد چمتو کړي او کنې له دغه هیواده به وایستل شي. په دغه هیواد کې د بهرنیو کارګرو شمېر اته ملیونه اټکل شوی دی.
د کار د نویو قوانینو هدف دا دی چې په بهرنیو کارګرو اتکا لږه شي.
د افغانانو ترڅنګ په دغه هیواد کې پاکستانیان، مصریان، یمنیان، لبنانیان، بنګالیان، فلیپنیان او اندونیزیایان کار کوي او د دغه هیواد په ابادونه کې یې مهمه ونډه لرلې ده. دا په داسي حال کې ده چې بهرني کارګر په سعودي عربستان کې له ډېرو ابتدايي بشري حقونو بې برخې دي.