خلیلزاد له جیاشنکر سره

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (سې شنبه) په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ایس جیاشنکر سره په کتنه کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه معلومات شریک کړل.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دواړو خواوو د افغانستان پر وروستیو حالاتو هم خبرې وکړې او خپلې خبرې یې ګټورې وبللې.

جیاشنکر (S Jaishankar) په خپله ټویټرپاڼه کې له خلیلزاد سره خپل عکس هم خپور کړی او لیکلي یې دي چې دواړو خواوو په دې اړه له یو بل سره نظرونه شریک کړل چې په څه ډول په ګډه اغېزمن کار کولی شي.

دا له کله چې زلمی خلیلزداد د سږ کال په پیل کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی، هند ته د ده درېیم سفر دی.

جیاشنکر لیکلي«د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره مې ګټورې خبرې لرلې. ده د افغانستان د وضعیت په اړه هراړخیز معلومات راکړل. په دې اړه یې راسره نظر شریک کړ چې څرنګه په ګډه اغېزمن کار کولی شو.»

زلمی خلیلزداد پرون په دوحه کې له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو له بریالیتوبه وروسته په مستقیم ډول هند ته لاړ.

اوس په دوحه کې د طالبانو او امریکا تخنیکي ټیمونه د میکانیزم پر جزییاتو کار کوي او باور کېږي چې اصلي ستونزه حل شوې ده.

طالبانو او نور تمه لري چې د امریکا او طالبانو نهايي موافقه به تر لوی اختر مخکې لاسلیک شي.

هند تل ویلي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

په وروستیو ورځو کې په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ له کړکېچه وروسته پاکستاني مشرانو خبرداری ورکړ چې دا کړکېچ د افغانستان د سولې پروسه له ستونزو سره مخامخولی شي. له همدې کبله ګومان کېږي چې خلیلزاد به هندي چارواکو ته ویلي وي چې د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره هڅه وکړي چې د کشمیر په کنټرول کرښه کې ترینګلتیا کمه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *