تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، امنیتي ځواکونو بیګا ناوخته د بګرامۍ ولسوالۍ پروژه سیمه کې د داعش وسله والو پر یوه ۹ کسیزه ډله باندې عملیات پیل کړي او او جګړه یې لا هم روانه ده.

عیني شاهدان وايي، له بیګاه شپې راهیسې دغو وسله والو له افغان ځواکونو سره سخته نښته کړې او لا هم تر محاصرې لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی تاند ته وايي، د داعش شبکې دا ۹ کسیزه ډله په یو کور کې پېژندل شوې او دا مهال د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره دي .

هم مهاله د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې د تروریستي ډلو پر یو مهم مرکز يې برید کړی او د هغو یو لوی پټنځای يې له منځه وړی دی.
د ملي امنیت ریاست ویلي تر دا مهاله د کابل په یوه برخه کې عملیات پای ته رسېدلي او پر دوو برخو کې لا هم دوام لري.

کابل کې د داعش ډلې پورې د تړلیو پوهنتوني استادانو د شبکې تر نیول کېدا وروسته د داعش ډلې پورې کسانو نیونه زیاته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *