کابل د ۲۰۱۹ کال د اګسټ ۷ مه – ملګري ملتونه د طالبانو دهغه ګواښ په اړه ژوره اندیښنه څرګندوي، چې د سپتمبر د۲۸مې
نیټې د ولسمشرۍ دټاکنو په بهیرکې برخه اخیستونکي ملکي وګړي به په نښه کوي.
د بشرپالنې او بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې، په افغانستان کې د ټاکنو پروسه یو ملکي بهیر دی او هرڅوک حق لري چې
په عامه چارو کې برخه واخلي، رایه ورکړي او له تبعیض او غیر ضروري محدودیتونو پرته حکومت ته ځان وټاکي. ټول اتباع
– که هغه رایې ورکوونکي دي، که نوماندان یا د ټاکنو اړوند کارکونکي دي – حق لري چې له ویرې، فشار او تاوتریخوالي پرته
د ټاکنو د بهیر په ټولو پړاوونو کې برخه واخلي.
ملګري ملتونه پر طالبانو غږ کوي چې د ملکي وګړو درناوی او ساتنه وکړي اوهغوی د اساسي قانون پر اساس د ورکړل شوي
حق یعنې په ټاکنو کې د برخې اخیستو له کبله و نه ګواښي او له تاوتریخوالي سره یې مخامخ نه کړي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ټاکنیزو بهیرونو په لړ کې د رایه ورکولو په مرکزونو او ملکي ګډونوالو مستقیم بریدونه له نړیوال
قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ددغه ډول جرمونو له تر سره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي.

* * *
یوناما د افغانستان له خلکو او حکومت څخه سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره مالتړ کوي. د سیاسي ماموریت په توګه له خپل ماموریت سره سم، یوناما د شخړې
مخنیوی او حل، د ونډې اخیستنې د زیاتیدو او ټولنیز یووالي او همدارنګه د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا مالتړ کوي. دا ماموریت د اغیزمنې حکومتدارۍ
مالتړ کوي، ملي مالکیت او حساب ورکوونکو بنسټونو ته چې بشري حقونو ته د درناوي پر بنسټ جوړ شوي، مالتړ کوي. یوناما د استقاللیت، بې پرې والي
او یوالي د اصل په پام کې نیولو سره د ډیپلماتیکو اقداماتو په ګډون د شخړو د زیاتیدو او پراخیدو دمخنیوي په موخه ’ د ښه نیت چارې‘ او نور کلیدي خدمتونه
برابروي. دا ماموریت د افغانانو پرمختګ او بشري لومړیتوبونو لپاره نړیوالې مرستې همغږې کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *