تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د یو سفر په ترڅ کې د ایران مشهد کې ویلي، د سولې روانه پروسه افغاني نه ده او نه هم افغاني مذاکرات لا تر اوسه پيل شوي.
مسلمیار وضاحت ورکړی چې د سولې روان مذاکرات د امریکا او طالبانو تر منځ دي، خو که افغان حکومت ته په کې برخه ورکول شي، نو حکومت د خدای د امر له مخې دې مذاکراتو ته ورننوځي.
نوموړي د دې راپورونو په غبرګون چې طالبان ګواکې له هغو کسانو سره مذاکراتو ته نه کېني چې د سولې خبرو ته د افغان حکومت په استازولۍ داخلېږي، ویلي دي افغان ځواکونو له ۲۰۱۴ کال راهیسې القاعدې، داعش او طالب سره په یوازې ځان مقابله کړې ده، خو که اوس هم طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، د دوی د ځپلو لړۍ به دوام وکړي.
مسلمیار زیاته کړې، افغانانو د ترهګرو په مقابل کې له کلونو راهیسې د خپلې خاورې دفاع کړې او بیا به هم دا مبارزه مخته یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایرنا اژانس د ایران د سنا جرګې له مشر علي لاریجاني سره د لیدنې پر مهال د مسلمیار له قوله خبر ورکړی و چې نوموړی وايي، امریکا، د افغانستان، ایران، اسلام او بشریت ګډه دښمنه ده.
خو په تهران کې د افغانستان سفارت په دې تړاو کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې مسلمیار داسې کومه خبره نه ده کړې.