تاند- د پاکستان حکومت په خپل هیواد کې د هند سفیر ته ویلي چې له دغه هیواده ووځي او همداراز یې اعلان کړی چې هند ته خپل سفیر نه لېږي.

پاکستان دا پرېکړه نن (چهارشنبه) ناوخته وروسته له دې اعلان کړه چې د دغه هیواد د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت کمېټې فوق العاده بیړنۍ غونډه جوړه کړه.

تر دې مخکې پرون د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي و چې د کشمیر پر سر ممکن د دوو هیوادونو ترمنځ جګړه ونښلي.

پاکستان وروسته له دې د کشمیر پر سر له هند سره اړیکې ترینګلې کړې چې هند د د دوشنبې په ورځ د کشمیر په اړه د خپل اساسي قانون ۳۷۰ یمه ماده لغوه کړه. دې مادې هندي کشمیر ته ځانګړی موقف یا حیثت ورکړی و چې پر اساس یې د هند د نورو سیمو اوسېدونکي په کشمیر کې دایمي هستوګنه نه شوای غوره کولی، کشمیریان د هند د اساسي قانون منلو ته اړ نه ول، او همداراز یې خپل ځانګړی بیرغ درلود خو د دې مادې له فسخه کېدو وروسته کشمیر هماغسې د هند د خاورې برخه وګرځېد چې پاکستان قبایلي سیمې له خپلې خاورې سره یوځای کړې او خپل اساسي قانون یې پرې پلی کړ. هند کشمیر ته کورواکي ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي«د ملي امنیت د کمېټې له پرېکړې سره سم مو د هند حکومت ته ویلي چې له پاکستانه خپل سفیر وباسي او همداراز مو هند ته ویلي چې پاکستان خپل سفیر نه درلېږي.»

د هند له لوري د کشمیریانو د کورواکۍ له پای ته رسېدا سره وېره شته چې په دې سیمه کې د جګړو اور یو وار بیا تود شي.

ځینو پاکستاني سیاستوالو ویلي، داسې نه شي کېدای چې کابل دې امن وي خو په کشمیر کې دې اور بل وي. د دوی اشاره په قطر کې د افغانستاند سولې خبرو ته وه چې د پاکستان په مرسته طالبان له امریکایانو سره خبرو ته کښېنول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *