لیکنه: الهام الله بابر
په دې لیکنه کې غواړم لومړی سوله تعریف او بیا د هغه افغان ځوان چې محمد نومیږي د ژوند رښتنې کیسه چې د جګړې قرباني او اوس سولې تړون ته سترګې په لار دی ترڅو کور (کلي) ته د ۳ کالو وروسته لاړ شي او خپله کورنۍ وګوري.
لومړی سوله د جنګ نشتون په معنې تعریفیږي یا فکري ارامتیا چې د ژواندنه ټولو ننګونو سره شخص پرته د محیطي ننګونو مبارزه وکړي. په بل عبارت په ټولنه کې ټول هغه ښه انساني کړه وړه یا برخوردونه او اړیکې ساتل د سولې په نامه بلل کیږي.
دغه راز د نړۍ فیلسوفانو، لیکوالانو او پوهانو له نظره سوله څه ته وایي؟
۱- بنجامین جوټ (Benjamin Jewett) د اکسفورډ پوهنتون استاد او د افلاطون د کتاب ژباړن په (غیرتي ژوند) کتاب کې داسې لیکي: د سولې ورځ په ورځ پراخوالی د بشر راتلونکى شاید سعادت او نیکبختی ته ورسوي.
۲- هیلن کیلر (Hellen keller) یوه مشهوره امریکایۍ لیکواله داسې وایي: سوله او ریښتینولي د شایستګۍ قیمت لري چې په لوړه سطحه زموږ توجه جلبوي. دا سکالو زموږ د ملت د اتحاد، اتفاق او امنیت څخه ښه ده. د سولې یا پخلاینې پیغام موږ ته د زړه خوشحالي پیدا کوي چې باید د دې الهی پیغام لپاره مبارزه وکړو او وایي چې د هغه په خپرولو تبلیغ کې به زیاته هڅه وکړم.
همدارنګه اسلام مبارک دین تل خپلو پيروانو ته د ورورګلوۍ، سولې او ژوندانه په ټول چارو کې د منځلاريتوب لاښوونه کړې ده. د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) په خپله د ټولې نړۍ لپاره د ښو او نيکو اخلاقو او په ټولنه کې په سوله، امن او د ښه ژوند تېرولو يوه بېلګه ده. هغه چې د قران کريم په شکل کې کوم پيغام له ځان سره د نړۍ خلکو ته د اسلام په چوکاټ کې راوړی دی هغه هم د سولې امن او ورورۍ پيغام دى.
او په اسلام کې د جنګ په پرتله سوله غوره ګڼل شوې ده او فرمایلي يي دي:
… وَالصُّلْحُ خَیْرٌ – النساء / ۱۲۸
ژباړه: او سوله ښه ده.
که هرڅومره پدې موضوع باندې مونږه څیړنه وکړو لا به هم کمه وي نو په همدې دلیل د نړۍ قدرتونو تر خپله حده هڅې کړې دي او ۲۱ د سپټمبر چې د جرمني او برېتانیا له خوا په ۱۹۹۹ کال کې د سولې د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او هر کال یې لاسته راوړنې لمانځي.
دغه راز دا چې مونږه افغانان ددې سترې پدیدې څخه له کلونو بې برخې یو او څښتن تعالی ته لاس لپه کوو چې دغه ستره ډالې تل لپاره په مونږه را ولوروي. فلهذا دلته غواړم هغه افغان ځوان چې زما د سترګو لیدلې حقیقت دی کیسې لنډیز ولیکم.
دغه ځوان محمد نومیږي چې عمر یې د ۱۹ کلونو دی او زما سره په دفتر کې همکار دی؛ خپل د ژوند کیسه داسې کوي، وایي: څو کاله د مخه مې ځوان ورور او اوښې د ځانمرګي برید د هیواد جنوبي ولایت کې قربانیان شول. مونږه په کورنۍ کې ۱۴ کسه ژوند کوو هغه شهید ورور مې ۵ بچیان لري، کمکې وم د ژوند په هیڅ هم نه پوهیدم- دا غم هم ماته عجیبه غوندې ښکاریده، لومړيو کې به مې ویل خدایه دومره اوږد ژوند او لویه کورنۍ به زه څنګه ساتم. ورځې او شپې تیریدې ولې دا انديښنه به تل راسره وه چې څه وکړم. لاس مزد کار مې د خپل کلي څخه پیل کړ ولی دومره عاید مې لاسته نه راتله چې ټوله کورنۍ مې په ژوند سبا کړي، د پلار خپل مې وه په کابل اوسید- د حال څخه مو خبر شوې وه، د چا په لاس یې احوال راولیږه چې دلته راشه زه به تاسې ته د کار زمینه برابره کړم- خلاصه کابل ته راغلم اوس دلته کار کوم د خدای پاک شکور ګذار یم، اوس مې کورنۍ خوښه ده ولې غم مو تل ژړوي. زما دری کاله څه د پاسه کیږي چې کابل کې ژوند کوم او کلي ته تلې نشم، ځايي ورانکارې ډلې زما په اړه غلط فکر او نیت لري وایي: زه د دین دایرې څخه وتلې یم، او دولت تقوې دپاره کوم او داسې نور…. نو دی تهدیدونو له وجهې په ایره کې یم او نشم تللی که چیرې ولاړ شم نو بیا مې وژني. کلې، کور، کورنې، خپلوان، همځولي او اخترونو میلې مې تل ځوروي. هر کال اختر زما په ژړا وي، محرومیت مې ځوروي، کوچنې وم اوس لوی شوم، فکراً پوخ شوم لا هم زړه دردمند کړی یم. زه هم د نړئ نورو انسانانو په څیر خوښ ژوند حق لرم چې خپلې کورنۍ سره باید وکړم ولې لا محروم محروم یم.
زده کړو نه محروم شوم، خوښئ نه محروم شوم، کورنۍ نه محروم ولې بیا هم هیله مند یم چې هر څه به سم شي. پدې وروستیو کې ملګري او پلار مې راته وايي؛ بچې زموږ هم ډیر یادیږي سوله به راشي بیرته به کلي ته وګرځې ، ټول به سره یوځای شو، ښه ژوند به پیل کړو، بیا به سره یو شو، خیر اندښنه مه کوه!؛ باور وکړئ ! زه اوس دومره پوخ شوې یم چې هرڅه سرعادي ځان ګڼم ، ځآن ته مې فکر نوي ولې کورنۍ مې تل ذهن کې ګرځي چې څنګه یې خوښه وساتم.
اوس سولې ته ورځې شمارم، هره ورځ خبرونه ګورم چې سوله راشي او بیرته کورنۍ ته لاړ شم، ګډ ژوند وکړم، اخر زه هم انسان یم او خوښ ژوند حق لر!!
له پورته کیسې دا څرګندیږي چې هیواد مو داسې د زرهاو نالیکلو بیلګو ډک دی او پاک رب دی زمونږ په حال رحم وکړئ.