In this Thursday, Aug. 20, 2015 photo, an Afghan laborer pushes his handcart in front of street art on a barrier wall of the NDS (National Directorate of Security) in Kabul, Afghanistan. “I want people to define who really are the heroes of my city _ the people who clean the city, for instance,” the 46-year-old artist Kabir Mokamel said. (AP Photo/Rahmat Gul)

تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۷مه: د پیک څېړنیز مرکز وايي، په یوه ټولپوښتنه کې ورته ۸۵ سلنه خلکو له سولې وروسته د جمهوري نظام ملاتړ او د اماراتي نظام مخالفت کړی دی.

په دې نظر پوښتنه کې یوازې ۱۴ سلنه خلکو ویلي چې افغانستان کې دې بېرته اسلامي امارت ټینګ شي.

په دې نظر پوښتنه کې د سولې پروسې په تړاو له هرو دریو کسانو څخه دوه کسانو د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کړی خو یوازې ۷ سلنه کسانو ویلي چې د سولې په رابطه یې د طالبانو دریځ خوښ دی.

پیک څېړنیز مرکز وايي، دا نظر پوښتنه یې د کابل په اتلس ناحیو کې د روان کال د سرطان په میاشت کې له ۱۰۵۳ کسانو سره کړې چې ۳۸ سلنه پوښتل شوې یې ښځې وې.

پیک څېړنیز مرکز وايي، په دې نظر پوښتنه کې یې د ښوونځي، پوهنتون، دولتي مامورینو، ډاکټرانو، ښوونکو، کسبګرو او بې روزګاره خلکو سره مرکې کړې دي او ویلي یې دې چې نظرپوښتنه کې یې له ۳۰ سلنو څخه زیات بې سودان پوښتلي دي.

په دې نظر پوښتنه کې ۹۰ سلنه پوښتل شویو ښځو د اوسني جمهوري نظام د دوام ملاتړ کړی دی، تر څو دوی په کې د کار، انتخاب او زده کړو حق ولري، خو ۴ سلنه ښځو بیا ویلي چې د طالبانو د دریځ ملاتړې دي.

دغه راز ۶۰ سلنه ښځو طالبان یوه ترهګره ډله بللې، خو په ۴ کې یوې ښځې بیا ویلي چې طالبان مجاهدین دي.

په دې نظر پوښتنه کې ۴۵ سلنه کانو ویلي چې د بشر، ښځو، بیان او ولسواکۍ ارزښتونه دې په سوله کې وساتل شي، ۳۰ سلنه کسانو بیا ویلي چې طالبان باید خالي سلاح شي او د هېواد اساسي قانون ومني.

د پوښتل شویو کسانو له منځه ۱۳ سلنه کسانو ویلي چې طالبان دې په ملي ځواکونو کې مدغم شي، له ۱۰ سلنې څخه کمو خلو غوښتي چې اسلامي امارت دې بیا راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *