تاند- د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په غیر مستقیم ډول د اختر په شپو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.
په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه) خپور شوی دی، راغلي «مجاهدو وروڼو!تاسي ته مې هدایت دا دی چې د اختر په ورځو کې د خپل مؤمن ولس هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړئ. د هیواد والو د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي. د شهیدانو، معیوبینو او بندیانو د کورنیو پوښتنه وکړي او د خپل توان په اندازه ورسره مرسته وکړي.»
هبت الله اخوندزاده دا پیغام یوازې یوه ورځ له دې خپور کړ چې په کابل کې د طالبانو په انتحاري موټربمي برید کې ۱۵۰ تنه افغانان ژوبل یا ووژل شول.
ده په عین حال کې د اعتماد د رامنځته کولو لپاره له امریکا غوښتي چې بمبارۍ او حملې ودروي.
په داسې حال کې چې د سولې د پروسې بریالیتوب ته د افغانانو هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوي او په قطر کې د طالبانو استازي او امریکايي مرکچیان وايي چې پر ټولو اصلي مسلو موافقې ته رسېدلي او یوازې پر جزییاتو د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه کار کوي، ملا هبت الله په دې پروسه شک څرګند کړی او ویلي یې دي «د مذاکراتو د پروسې په جریان کې د امریکا لخوا د ظالمانه او ړندو بمباریو زیاتوالی، په ملکي سیمو بریدونه او ستاسو د بېلابیلو پوځي او سیاسي چارواکو ضد او نقیض اظهارات هغه څه دي چې د دغې پروسې په اړه تشویش او ستاسو په اراده شک پیدا کوي. دا چې د مذاکراتي پروسې د بریا لپاره اساسي شرط دوه اړخیز اعتماد دی نو لازمه ده چې د دغسې منفي کړنو مخه ونیول شي.»
د سولې د پروسې په اړه د طالب مشر د شک څرګندونه له دې کبله د اهمیت وړ ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اوج کې پاکستاني مشرانو ویلي چې که امریکا پر هند فشار رانه وړي پاکستان هم په افغانستان کې له امریکا سره په سوله کې همکاري نه کوي.