تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۷مه: د داعش اړوند اعماق خبري اژانس خبر ورکړی چې ابوبکر البغدادي، د عبدالله قرداش په نوم یو کس خپل ځای ناستی ټاکلی دی.
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی و چې ابوبکر البغدادي شاید د خپلو دوه مرستیالانو ایادالعبیدي او ایاد الجمیلي له منځه یو کس خپل ځای ناستی وټاکي.
ابوبکر البغدادي پنځه کاله د کامرې له مخې ورک و او داسې راپورونه ورکول شوي وو چې نوموړی سوریه یا عراق کې وژل شوی، خو د روان هجري شمسي کال د ثور په نهمه د نوموړي یوه ۱۸ دقیقه یي ویډیو راغله چې یو وار بیا یې د هغه په تړاو بحثونه ګرم کړل.
خو ورپسې لږ وروسته عراقي چارواکو اعلان وکړ چې بغدادي د ګوزڼ په ناروغۍ اخته او سوریه کې پروت دی چې د ناروغۍ په وجه د داعش ډلې چارې مخته نه شي وړلی نه هم د نوموړي کوم ځای ناستی دې کار لپاره ګمارل شوی.
خو اوس چې اعماق ډلې د هغه د ځای ناستي نوم اعلان کړی، نو شنونکي وايي چې دا ډله غواړي خپل مړه فعالیتونه بیا له سره پیل کړي.