Photography By: Zdenek Fiedler

تاند- د نړیوال بانک د راپورونو له مخې، تر ۲۰۱۵ م کال پورې د چک جمهوریت په سلو کې ۳۴.۵۴ خاوره ځنګلونو پوښلې وه. په وروستیو ۳ یا ۴ کلونو کې د ځنګلونو ساحه نوره هم پراخه شوې ده خو دا هیواد وايي چې په خاوره کې یې ځنګلي ساحه کمه ده او ۱۰ ملیونه نورې ونې ږدي.

د چک جمهوریت د چاپېریال وزیر له خپلو خلکو غوښتي چې سړي سر دې یوه ونه کښېږدي چې ۱۰ ملیونه ونې کېږي.

دا وزارت وايي چې ۱۰ ملیونه ونې د ۳۰ ملیونه انسانانو لپاره کافي اکسیجن برابرولی او په ۲ لکه کیلومتر مربع ساحه کې د تودوښې درجه ټیټولی شي.

دا وزارت وايي چې دا طرحه به حکومت نه عملي کوي بلکې ښوونځي، کمپنۍ، ټولنیزې موسسې او عام وګړي به په خپل لاس ونې ږدي او خپل نوم به ورسره لیکي.

په یوې سروې کې څرګنده شوې چې د چک جمهوریت په درو کې دوه برخې وګړي حاضر دی چې په دې طرحه کې برخه واخلي.

چک جمهوریت په داسې حال کې په خپله خاوره کې د ونو او ځنګلونو د زیاتولو لپاره هلې ځلې کوي چې د اکثرو نورو اروپايي هیوادونو په شان هیڅ وچه دښته، ښګلنه سیمه یا شاړه سیمه نه لری او ټوله خاوره یې په ونو یا وښو پوښلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *