jتاند- ناسا خلکو ته بلنه ورکړې چې که غواړي چې نومونه یې مریخ ته یووړل شي، نو په انترنیټ کې دې یوه آنلاین فورمه ډکه کړي.
د دوی نومونه به د ۲۰۲۰ م کال په نیمايي کې مریخ ته ولېږل شي.
داسې ښکاري چې ناسا غواړي چې د فضايي سفرونو پلویانو ته په زړه پورې فرصت برابر کړي.
هر څوک کولی شي چې خپل نوم د ناسا په ویبپاڼه کې ثبت کړي. د دوی نومونه به په یوه مایکروچیپس کې ثبت او مارس روفر یا مریخ مزلی به یې دې سرې سیارې ته یوسي.
د ناسا د ساینسي ماموریت د څانګې اجرايي ريیس توماس زوربوش په دې اړه وايي، موږ مریخ ته د یوه تاریخي ماموریت په برابرولو بوخت یوو او غواړو چې ټول خلک په دې اکتشافي سفر کې راسره شریک کړو. اوس دې ګاونډۍ سیارې ته له سفر سره په یو وخت د ناسا لپاره حیرانوونکی دور پیلېږي.
په انلاین فورمه کې له تقاضا کوونکو څخه نوم، د کورنۍ نوم او ادرس غوښتل کېږي. د فورمې له ډکولو وروسته هر نوم ثبتوونکي ته یو الوتکارت (بورډینګ کارډ) لېږل کېږي چې د یادګار په توګه یې له ځان سره وساتي.
ناسا تر یو ملیون زیات نومونه په یوه خورا کوچني چیپس کې ثبتوي. تېر کال ناسا د نژدې دوه نیم ملیون تنو نومونه دې ته په ورته چیپس کې ثبت کړي وو او د اینسایټ لنډر په وسیله یې مریخ ته وړي وو.
نو که غواړئ چې نوم مو مریخ ته یووړل شي، د سږ کال د سپټمبر تر ۳۰ پورې وخت لرئ چې د ناسا ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ.